د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او بنګلادېش په درېيمه ۲۰ اووریزه لوبه کې يو بل ته مخامخېږي

افغان لوبغاړی رحمان الله ګوربز د بنګلادېش خلاف توپوهنه کوي - انځور له ارشيفه
افغان لوبغاړی رحمان الله ګوربز د بنګلادېش خلاف توپوهنه کوي - انځور له ارشيفه

د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰ اوريزې لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ سيالي کوي.

د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې دغه لوبه د اکتوبر پر پينځمه (نن) د پېښور پر وخت د ماښام پر اووه نيمو او د کابل پر اووه بجو پيلېږي.

تر دې وړاندې په شويو لومړيو دواړو لوبو کې بنګلادېش افغانستان ته ماتې ورکړې او لوبلړۍ يې ګټلې ده.

تر دې وروسته به دواړې لوبډلې درې يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزه سيالۍ کوي، چې د متحده عربي اماراتو په ابوظبهۍ کې د اکتوبر پر اتمه، ۱۱مه او ۱۴مه ټاکل شوې دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG