د باجوړ چارواکیو د لوی ماموند د څلورو نورو کلیو اوسېدونکو ته خپلو کورونو ته د ستنېدو اجازه ورکړې ده.
د باجوړ مرستیال کېمشنر د اکتوبر پر لومړۍ نېټه پر فېسبوک پاڼه ليکلي چې د لوی ماموند د دواوګۍ، خوړچۍ، اېراب او لرزګۍ بې کوره شوي کسان کورونو ته ستنېدلای شي.
بیان خلکو ته ډاډ ورکړی چې په کلیو کې يې د امنیت وضع ښه شوې ده او دعوه کوي چې سيمه له وسلوالو پاکه شوې ده.
بیان زیاتوي چې خلک کورونو ته ستنېدای شي او ریاست به يې د خونديتوب لپاره ګامونه پورته کوي. البته د کمېشنر دفتر د هغو کلیو خلکو ته د انتظار ويلي چې لا له وسلوالو پاک شوي نه دي.
په باجوړ کې د جولای پر ۲۹مه د پاکستان پوځ د وسلوالو ضد عملیات پیل کړي ول چې له کبله يې د شاوخوا ۴۰ کلیو اوسېدونکي کورونو پرېښدو ته اړ شوي ول.
تر دې وړاندې هم حکومت د ځینو نورو کلیو خلکو ته د ستنېدو اجازه ورکړې وه.
د سیمې د مشرانو په وینا، هغه مهال حکومت رسماٌ د ۲۴ کلیو خلکو ته ویلي وو چې خپله سیمه دې پرېږدي او د شپږو نورو کلیو خلک هم بیا د جنګ له وېرې خوندي سیمو ته کډه شوي ول.
اوس د باجوړ د انتظامیې د چارواکو په وینا تراوسه د ۱۵ کلیو خلکو ته ویل شوي دي چې سیمه یې له وسلوالو پاکه شوې او هغوی کولای شي بیرته خپلو کورونو ته لاړ شي.
د مشال راډیو ایپ ښکته کړئ
که غواړئ چې بې له خنډ او ځنډه د مشال راډیو ټولو مطالبو ته لاسرسی ولرئ نو له ایپ سټور او ګوګل پلې څخه اپليکېشن ډاونلوډ کړئ.
-
شاهنواز ترکزی
شاهنواز ترکزی له پېښوره د مشال راډیو خبریال دی او د مومندو، باجوړ او شاوخوا سیمو په اړه رپورټونه جوړوي.