د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او وېسټ انډیز د ۵۰ اووره کرکټ لومړۍ سیالي لري

د وېسټ انډیز بیټر د پاکستان پر وړاندې د توپوهنې پر مهال - د اګست درېیمې انځور.
د وېسټ انډیز بیټر د پاکستان پر وړاندې د توپوهنې پر مهال - د اګست درېیمې انځور.

د پاکستان او د وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۵۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ هغه کې یو بل ته مخامخېږي.

د دواړو لوبډلو ترمینځ د توروبا په براین لارا لوبغالي کې د اګست اتمې سیالي د پېښور پر وخت د شپې پر ۱۱ بجو پیلېږي.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ بله سیالي د اګست پر ۱۰مه او وروستۍ هغه یې د اګست پر ۱۲مه وشي.

تر دې شاوخوا یوه اونۍ مخکې پاکستان د امریکا په فلورېډا کې له وېسټ انډیزه د درې ۲۰ اووره سیالیو لوبلړۍ ګټلې وه.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG