د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین له روسیې سره په یو میاشتني اوربند رضا شوی


امريکايي او اوکرايني چارواکي په جده کې تر مذاکراتو وروسته
امريکايي او اوکرايني چارواکي په جده کې تر مذاکراتو وروسته

اوکراین د امریکا هغه وړاندیز منلی چې د روسیې د یرغل پر ضد جګړه کې به د ۳۰ ورځو اوربند کوي.

د دې په ځواب کې، امریکا اعلان وکړ چې سمدلاسه به د پوځي مرستو ځنډ ليرې کړي، چې پکې د استخباراتي معلوماتو شریکول هم شامل دي. دا پرېکړه د مارچ پر ۱۱مه د سعودي عرب په جده ښار کې د نهو ساعتونو د خبرو پایله وه، چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ترمينځ تر تلخ ملاقات دوه اوونۍ وروسته یو حيرانوونکی پرمختګ ګڼل کېږي.

د دواړو مشرانو ترمينځ د لفظي شخړې له امله، امریکا اوکراین ته په مرستو کې ځنډ او د استخباراتي معلوماتو پر شريکولو محدودیت اعلان کړی وو. امريکا دا اقدام ځکه کړی وو چې په وينا يې داسې شکونه درلوده چې اوکراین سولې ته ژمن نه دی.

د دواړو هېوادونو په ګډ بیان کې راغلي چې اوکراین د امریکا د وړاندیز منلو ته "چمتووالی" ښوولی، چې له مخې یې سمدستي د ۳۰ ورځو موقتي اوربند اعلان شي. دا اوربند د دواړو خواوو ترمينځ د توافق له مخې تمدید کېدلی شي، خو دا په دې پورې مشروط دی چې روسیه یې ومني او هممهاله یې عملي کړي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په واشنګټن کې خبریالانو ته ويلي وو چې له روسیې سره به غونډه د مارچ پر ۱۱مه یا تر هغې يوه ورځ وروسته وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مارکو روبیو، چې په سعودي عربستان کې یې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار مایک والټز سره يو ځای په مذاکراتو کې برخه اخیستې وه، وویل چې د اوربند پلان اوس د روسیې په واک کې دی. روسيو چارواکو څو ځله ویلي چې دوی د لنډمهاله اوربند یا موقتي هوکړې پر ځای، د سولې يو جامع تړون غواړي.

XS
SM
MD
LG