په خیبر ضلع کې اووه سرکاري سکولونو کې دویم شفټ (ماسپښین مهال) د زده کړو بهیر پیل شوی دی.
چارواکي وایي د دې اقدام هدف یې زدهکوونکو ته اسانتیاوې برابرول دي.
دا اعلان د خیبر پښتونخوا د ابتدایی او ثانوي تعلیم محکمې د جنورۍ پر ۳۱مه په یوه خبرتیا کې کړی دی.
د خیبر د تعلیم څانګې مرستیال افسر شیر زمان خان وايي، هغه زدهکوونکي، چې د پرایمري، مډل، یا هایي سکول له ختمولو وروسته بل نېږدې ښوونځی نه لري، هغوی کولی شي چې هغو سکولونو ته ماسپښین مهال لاړ شي او خپلې زده کړې مخته یوسي.
هغه وویل، د دې ګام ګټه داده چې چې زدهکوونکي پرته له دې چې لرې لاړ شي، په خپل پخواني ښوونځي کې زده کړو ته دوام ورکولای شي.
د دې پالیسۍ له مخې هغه سکولونه چې تر ۱۰ ټولګي دي، د ماسپښین مهال لپاره پکې د ۱۱م او ۱۲م ټولګي اضافه شوي.
تر اتم ټولګي پورې (مډل )سکولونو کې د نهم او ۱۰م ټولګي جوړ شوي دي. دا راز ابتداییه (پرایمري) سکولونو کې په دویم وخت کې شپږم، اوم او اتم ټولګي اضافه شوي دي.
چارواکي وایي، د دې لپاره د سکولونو هغه ودانۍ کاروي چې سهار مهال ورته زده کونکي ورغلي وي. هغه ودانۍ ماسپښین مهال خالي وي نو ځکه پکې دوی د دویم وخت درسونه پیل کړل.
د خیبر خدمت خلک سوسایټي مشر، تراب علي اپریدي، وايي، چې دا نوې پالیسي به د تیرا میدان زدهکوونکو ته هم ګټه ورسوي، ځکه چې اوس به هغوی د ۱۱م او ۱۲م ټولګي لپاره لېرې کالجونو ته نه ځي، بلکې په خپل ځایي ښوونځي کې به زدهکړې ته دوام ورکوي.
داراز، په دې سکولونو کې به نوي استادان هم ګمارل کېږي، چې ځایي تعلیمیافته کسانو ته به دندې پیدا شي.
د باړې او تیرا د قامي اسمبلۍ غړی، عبدالغني اپرېدی وايي، چې د دویم شفټ درجې ورکولو ترڅنګ، هڅه روانه ده، چې هغه سکولونه هم ژر ورغول شي، چې د ناامنۍ کلونو کې ویجاړ شوي دي. "موږ هره میاشت د رغنیزو کارونو څارنه کوو، او د نړیوالو ادارو په مرسته هڅه کوو، چې ژر تر ژره ټول ښوونځي بېرته فعال شي، ترڅو د زدهکړې کچه بېرته لوړه شي."
د خیبر د تعلیم د څار اداره (ایجوکیشن مانیټرنګ اتارټي) وايي، چې دا مهال په ټوله خیبر ضلع کې له ۷۰۰ ډېر ښوونځي فعال شوي دي. د دوی معلومات په نقشه کې ثبت شوي، د افسرانو لاسرسی ورته برابر شوی، او د میاشتني معایناتو پر مهال یې ستونزې معلومېږي، چې بیا یې چارواکو ته راپور ورکوي.
په پاکستان کې د سرکاري شمېر له مخې ۲۲،۸ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې د تعلیم کولو دي، له سکولو بهر دي.
حکومت وایي د تعليم د عامولو لپاره یې ګامونه اخیستي چې په څو کلونو کې به یې ښه نتيجه وليدل شي.