د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیې د اسټراليا پر ۱۳۱ چارواکو او خبریالانو بندیزونه لګولي

په مسکو کې د روسیې د ولسمشر دفتر (کرېملين) ودانۍ ـ انځور له ارشيفه
په مسکو کې د روسیې د ولسمشر دفتر (کرېملين) ودانۍ ـ انځور له ارشيفه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر پر ۲۹مه پر ۱۳۱ اسټرالیايي وګړو بندیزونه اعلان کړل چې له وجې به یې اوس دا کسان روسیې ته سفر نه شي کولای.

تر بندیزونو لاندې د راغلو کسانو په نوملړ کې د دفاع ادارې غړي، خبریالان او عام خلک شامل دي چې مسکو د روسیې ضد اېجنډا پر مخ وړلو تور ورباندې پوری کړی دی. روسیې دا بندیزونه د هغو اقداماتو په غبرګون کې لګولي چې اسټرالیا پر ځينو روسانو او ادارو بندیزونه ولګول.

روسیې چې پر کومو کسانو بندیزونه لګولي دي، په هغوی کې په اسټرالیا کې د اوکرایني سازمانونو د اتحادیې یوه مشره او د الېکټرو اپټيک سیسټمز او مایکرو اېکس په ګډون د یو شمیر نورو شرکتونو کارکوونکي شامل دي.

بلخوا روسیې د نیوزیلينډ د دفاع وزارت د درو مرستیال وزیرانو په ګډون پر نهو چارواکو هم بندیزونه لګولي دي.

د روسیې لخوا پر اوکراین تر يرغل وروسته اسټرالیا په روسيې له ۱۰۰۰ زياتو وګړو او ادارو باندې بندیزونه لګولي دي. ورته اقدام د نیوزیلینډ حکومت هم کړی دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG