د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په يو شمېر سيمو کې د پښتنو کلتوري ورځ ونمانځل شوه


د بلوچستان په يو شمېر سيمو کې د پښتنو کلتوري ورځ ونمانځل شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:01 0:00

د پاکستان د يو شمېر نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې هم د سپټمبر په ۲۳مه د پښتنو کلتوري ورځ ونمانځل شوه. د دې ورځې په مناسبت په کوټه کې په جوړو شويو مراسمو کې د کلتور د ارزښت په اړه پر ويناوو سربېره، د پښتنو د کلتوري توکو نندارتونونه هم جوړ شوي وو. هلکانو او نجونو خپلې دوديزې جامې اغوستې وې. په دې مراسمو کې ځوانانو پګړۍ هم تړلې وې او اتڼونه یې هم وکړل. د پښتنو کلتوري ورځ په لومړي ځل د کوټې د پښتو اکاډمۍ له‌خوا په ۲۰۱۵م کال کې د يو نړيوال کنفرانس پر مهال اعلان شوه چې اوس هر کال د سپټمبر په ۲۳مه نمانځل کېږي. نور په راپور کې:

XS
SM
MD
LG