د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين او روسيه يو ځل بيا لسګونه جنګي بنديان تبادله کوي

روسيې د جولای پر ۱۷مه ۹۵ اوکرايني بنديان کييف ته وسپارل.
روسيې د جولای پر ۱۷مه ۹۵ اوکرايني بنديان کييف ته وسپارل.

اوکراين او روسيې ويلي چې د جنګي بندیانو د تبادلې په يوه بله مرحله کې یې د ۱۹۰ زندانیانو د خوشې کولو پرېکړه کړې ده.

د روسيې د دفاع وزارت د جولای پر ۱۷مه پر ټېلېګرام ليکلي چې د متحده عربي اماراتو په مينځګړتوب یې ۹۵ اوکرايني بندیان خوشې کړې دي.

بل خوا د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي هم ويلي چې ۹۵ روسي جنګي زندانیان مسکو ته لېږدوي.

روسیې د ۲۰۲۲ز کال په فبرورۍ کې پر اوکراين برید وکړ. په هغه جنګ کې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي او ګڼ ژوندي نيول شوي دي.

مسکو او کييف وخت په وخت د نيول شويو بنديانو تبادله کوي او تر اوسه د دواړو خواوو سلګونه بنديان تبادله شوي دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG