مينه ګل وايي د خپلو سندرو شعر او موسيقۍ ته خاص پام کوي
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمنه پېژندلې سندرغاړې مينه ګل ده. نوموړې وايي د سندرو پيل يې په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان ټېلېويژن له اسلام اباد څانګې څخه کړی دی. د دې په خبره، اول به يې اردو او سرايکي سندرې ويلې خو وروسته يې د ځينو پښتنو هنرمندانو په مشوره پښتو سندرو ويلو ته مخه کړه. مينه ګل خوشاله ده چې پښتنو يې يوشمېر سندرې خوښې کړې دي. د نوموړې دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.
برخې
-
اکتوبر ۱۷, ۲۰۲۴
رباب غږوونکي ماسټر اظهار له ۸ استادانو زده کړه کړې
-
اکتوبر ۱۰, ۲۰۲۴
اسحاق خان وايي مساپرۍ يې هنر زيانمن کړی
-
اکتوبر ۰۳, ۲۰۲۴
زياد خان وايي سندره بايد تر خپرواي مخکې راجسټر شي
-
سپټمبر ۲۶, ۲۰۲۴
الماس خان اورکزی غزل ويل محنت طلبه کار بولي
-
سپټمبر ۱۲, ۲۰۲۴
نصيب ګل وايي قوالي انسان ته ذهني سکون وربښي