د لاسرسي ځای

تازه خبر

بیل ګېټس او شهباز شریف پاکستان کې د پولیو خاتمې په اړه غږېدلي

بل ګېټس د جون پر ۲۴مه د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف سره د هغه په دفتر کې ملاقات کې وکړ.
بل ګېټس د جون پر ۲۴مه د پاکستان له وزيراعظم شهباز شريف سره د هغه په دفتر کې ملاقات کې وکړ.

د نړیوالې خیریه ادارې ګېټس فاونډېشن او د ټېکنالوژۍ شرکت مايکروسافټ بنسټګر بیل ګېټس په اسلام اباد کې د پاکستان له وزیراعظم شهباز شريف سره د پولیو يا ګوزڼ وایرس د ختمولو پر لارو چارو غږېدلی دی.

د پاکستان وزیراعظم دفتر د جون پر ۲۴مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د ګېټس فاونډېشن په مالي مرسته یې د پولیو د ختمولو هڅې تېزې شوې دي خو زیاته یې کړه چې لا نورو مرستو ته اړتيا لري.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې بیل ګېټس له پاکستان سره د روغتيايي خدماتو په برخه کې د نورو همکاريو ژمنه وکړه.

ګېټس فاونډېشن د بیل ګېټس او د هغه د مخکینۍ مېرمنې مېلينډا فرېنچ ګېټس په لاس جوړ شوی امريکايي غير حکومتي بنسټ دی. دا بنسټ د نړۍ له بې وزله هېوادونو سره د ناروغيو د درملنې او وایرسونود مخنيوي لپاره له حکومتونو او غیرسرکاري خیریه ادارو سره د درملو او پیسو مرسته کوي.

پاکستان د ۲۰۲۴ز کال د جون پر اتمه نېټه اعلان کړی وو چې روان کال يې د پولیو پينځمه پېښه یې هم ثبت کړې ده.

د پاکستان حکومت د جون له درېيمې نېټې څخه له افغانستان سره نيږدې پرتو سیمو کې د پولیو واکسین پينځه ورځنی کيمپېن تر سره کړی وو. چارواکو ويلي‌ ول چې په هغه ځانګړي کيمپېن کې به ۴۳،۰۰۰ ماشومانو ته د دغه معذوروونکي وایرس د مخنيوي څاڅکي ورکوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په پاکستان کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول. په افغانستان کې هم تېر کال شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

پولیو ولې نه ختميږي؟

د پاکستان د پولیو مخنیوي ادارې روان کال د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په بېلابېلو برخو کې واکیسني کیمپېنونه کړي دي. روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي. روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG