د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا سوداګر وايي په بجټ کې اعلان شوي "زیات ټېکسونه" نه مني


پېښور کې د وچو مېوو يو پلورونکی وچه مېوه تلي ـ (انځور له ارشيفه)
پېښور کې د وچو مېوو يو پلورونکی وچه مېوه تلي ـ (انځور له ارشيفه)

د خیبر پښتونخوا سوداګر وايي د وفاقي حکومت لخوا په بجټ کې اعلان شوي "زیات ټېکسونه" نه مني.

د سرحد تجارتونو اتحادیې په نامه د دغو کاروباريانو د ټولنې مشر اسحاق خان د جون پر ۲۴مه په پېښور کې له يوې خبري غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې کارخانو ته د بجلۍ ګرانول او پر شيانو تر پلور (خرڅولو) مخکې ټېکسونه نه مني.

هغه زیاته کړه چې حکومت بايد دې مسلې ته بیا کتنه وکړي ځکه چې په وينا يې دا ټېکسونه "ملا ماتوونکي" دي.

بلخوا د پاکستان وفاقي حکومت تېره اونۍ وړاندې کړی بجټ ښه او د کمو ټېکسونو لرونکی بولي.

د جون پر ۲۴مه په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت د اطلاعاتو وزير عطاالله تارړ وويل چې ډېر "ولس پلوه او تجارت پلوه" بجټ یې وړاندې کړی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزېب د جون پر ۱۲مه د هغه هېواد ملي بوديجه قامي اسمبلۍ ته وړاندې کړې وه.

نوموړي هغه مهال ويلي ول چې د ۲۰۲۴-۲۵ز مالي کال ټوله بودیجه به ۱۸،۸۷۷ اربه روپۍ وي.

ده وویل، حکومت په راتلونکي مالي کال کې د ۱۷،۸۱۵ اربه روپیو د ګټې ترلاسه کولو هدف ږدي چې ورڅخه به یې ۱۲،۹۷۰ اربه د ګټو وفاقي ادارې (اېف بي ار) په مرسته د مالیو او محصولونو له لارې پاتې ۴،۸۴۵ اربه روپۍ به له نورو لارو ګټي.

XS
SM
MD
LG