د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت په اختر کې د ځينو خدماتو رسوونکو رخصتي ختمه کړې

په پېښور کې خلک د اختر مبارکيوو په مهال
په پېښور کې خلک د اختر مبارکيوو په مهال

د خیبر پښتونخوا حکومت په لوی اختر کې د روغتیا او صفایۍ خدماتو او د پېښو پر مهال د اړینو مرستو ورکولو لپاره د روغتونونو او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) د کارکوونکو رخصتي ختمه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۷مه په پاکستان او افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

د پاکستان حکومت د جون له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې عامه رخصتي اعلان کړې ده. خو په پېښور کې د رېسکیو ۱۱۲۲ ویاند بلال فیضي د جون پر ۱۷مه، مشال راډیو ته وویل چې د هغې ادارې کارکوونکي د بېلابېلو ضلعو په سیلانیو برخو او مېله ځایونو کې دنده ترسره کوي.

په مردان کې د ښاري نظافت د ادارې یو چارواکي ثنا الله خان هم مشال راډیو ته وویل چې کارکوونکي یې تر قربانیو وروسته د صفایۍ چارو ته دوام ورکوي. هغه زیاتوي چې له ولسه غواړي چې د څارویو پاتې شوني دې په لارو او کوڅو کې نه اچوي ځکه چې له دې د ناروغیو خپرېدو خطر دی.

د خیبر پښتونخوا حکومت د پېښور په ګډون د بېلابېلو ضلعو په لویو روغتونونو کې د ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو رخصتۍ هم ختمې کړې دي. د پېښور د خیبر ټیچنګ روغتون ویاند سجاد خان مشال راډیو ته وویل چې په اختر کې یې د بیړنیو پېښو پر مهال د خدماتو لپاره ځانګړې څانګه پرانیستې ده.

  • انځور سایز

    عظمت علي شاه

    عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG