د پاکستان وفاقي حکومت د راتلونکو ۱۴ ورځو لپاره د پټرولیم مصنوعاتو بیې کمې کړې دي.
د پاکستان د خزانې وزارت د جون پر ۱۴مه په نوټېفېکېشن کې وویل چې نوې بیې د جون له ۱۵مې عملي شوې دي.
له دې نوي کمي سره د پټرولو د یوه لیټر په قیمت کې ۱۰ روپۍ او ۲۰ پیسې کمي شوې ده او د ډیزلو په یو لیټر کې دوې روپۍ او ۳۳ پیسې کمې کړل شوې دي.
اوس د یو لیټر پیټرولو بیه ۲۵۸ روپۍ او ۱۶ پیسې او د یو لیټر ډیزلو قیمت ۲۶۷ او ۸۹ پیسې ټاکل شوی دی.
بلخوا د بجلۍ د انتظام قامي ادارې د جون پر ۱۴مه د بجلۍ په قیمت کې د زیاتوالي منظوري ورکړې ده. اوس د بجلۍ د یو یونټ په قیمت کې پنځه روپۍ دوه اویا پیسې زیاتوالی راغلی چې د حکومت تر رسمي نوټېفېکېشن وروسته به د جولاۍ پر لومړۍ نېټه عملي کېږي.
په عین حال کې وزیراعظم شهباز شریف د صنعتونو شعبې لپاره بجلي ارزانه کړې ده.
د هیواد د صنعتونو شعبې د ښه کولو په موخه د پورته کړل شوي ګام له مخه د بجلۍ یو یونټ کې تر لس روپۍ زیات کمی شوی دی.
د معلوماتو له مخه د انډسټري او برامداتو سیکټر لپاره د بجلۍ د یو یونټ بیه ۳۴ او ۹۹ پیسې ټاکل شوې ده.
د وزیراعظم له دې اعلان سره به د صنعتونو له شعبې تر ۲۰۰ اربه زیات بوج کم شي.