يمي خان وايي د ده د سټوډيو ګڼې پښتو سندرې مشهورې شوې دي
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د پېښور يو ځوان هنرمند يمي خان دی. نوموړی په هم هغه ښار کې د "يمي سټوډيو" په نوم د موسيقۍ د ثبت يو ځای لري چې د ده په خبره، د پښتو تقريباً ټولو پېژندليو سندرغاړو ته يې پکې سندرې جوړې کړې دي. يمي خان زياتوي، اوسمهال موسيقي ډېجېټل یا کمپیوټري شوې خو ده کوښښ کړی دی چې په پښتو سندرو کې د سيمې روايتي سازونه وکاروي. نوموړی خپله هم کله نا کله سندره وايي او د ټولنيزو شبکو له لارې يې خلکو ته رسوي. په خپرونه کې د يمي خان د ژوند او هنر په اړه د ده خبرې او ځينې سندرې يې اورېدای شئ.
برخې
-
فبروري 27, 2025سجاد خان غواړي د پښتو ترڅنګ اردو سندرې هم ووايي
-
فبروري 06, 2025ګلزار عالم وايي د هنر د ودې لپاره رياستي سرپرستي اړينه ده
-
جنوري 30, 2025خورشيد عالم صابر وايي له موسيقي پرته ژوند بې معنا دی