د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړيوال بانک د داسو ډېم لپاره پاکستان ته يو ارب ډالر ورکوي


نړيوال بانک وايي پاکستان د توانايي په برخه کې له ډېرو چلنجونو سره مخ دی
نړيوال بانک وايي پاکستان د توانايي په برخه کې له ډېرو چلنجونو سره مخ دی

نړيوال بانک د جون پر لسمه په یو اعلامیه کې ویلي‌ چې د پاکستان لپاره یې د يو ارب ډالرو فنډ منظوري ورکړې ده.

د نړیوال بانک په دې اعلاميه کې راغلي دي چې د بانک اجرايوي بورډ د جون پر لسمه د خيبر پښتونخوا د داسو ډېم د پروژې د لومړي پړاو لپاره د يو ارب ډالرو اضافي فنډ منظوري ورکړې ده.

نړيوال بانک ويلي دي چې له دې کار سره به بجلي زياته او عام ولس ته به يې ګټه ورسيږي. په اعلاميه کې زیاته شوې چې د داسو بجلۍ منصوبې سره به په پاکستان کې بجلي ارزانه شي.

د داسو ډېم د دواړو پړاونو تر مکملېدو وروسته د څه باندې څلور زره مېګاواټه پورې بجلي پېدا کولای شي . البته له لومړي پړاو څخه د بجلۍ پېدا کېدو اندازه څه باندې دوه زره ده.

نړيوال بانک وايي پاکستان د توانايي په برخه کې له ډېرو چلنجونو سره مخ دی او داسو هايډرو منصوبه په دې لړ کې مرسته کولای شي.

پاکستان چې د ۱۹۵۰ کال راهيسې د نړيوال بانک غړی دی، دې بانک پاکستان ته د مرستو په برخه کې څه باندې ۴۶ اربه ډالره ورکړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG