د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په غزه کې د اوربند په اړه د امریکا قرارداد منظور کړ


د ملګرو ملتونو امنيت شورا د یوې پخوانۍ غونډې عکس.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د یوې پخوانۍ غونډې عکس.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د جون پر لسمه د امريکا لخوا په غزه کې د اوربند د پلان لپاره وړاندې شوی قرارداد په ۱۴ مثبتو رایو منظور کړ.

په قرارداد کې راغلي چې اسراييل د اوربند پلان منلی او د امنیت شورا پر حماس هم د ورته اقدام کولو غږ کوي.

حماس چې د امريکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهګره ډله اعلان شوې، د رایې اچونې هرکلی کړی دی.

د اوربند د دې وړانديز ترمخه به، اسراييل د غزې له ګڼ مېشتو سیمو وځي او حماس به یرغمل اسراييليان خوشې کوي.

اوربند به په لومړي سر کې شپږ اونۍ دوام وکړي او په داسې حال کې به اوږدېدلی شي چې منځکړي د شخړې دایمي حل لټوي.

خو په دې اړه جوړجاړي ته رسېدل ځکه غيریقيني دي چې حماس ټينګار لري چې د اوربند لوظنامه بايد د جګړې د دايمي ختمولو ضمانت ورکړي.

دا هغه غوښتنه ده چې اسراييلو په سختۍ سره رد کړې او د حماس د ختمولو تر څنګ یې د پاتې یرغمل شویو خلکو د ازادولو ژمنتيا ښودلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG