د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ایران په يوه ورځ ۲۰۰۰ افغانان ایستلي دي


له پاکستانه ستانه شوي افغان کډوال په کندهار کې - انځور له ارشیفه
له پاکستانه ستانه شوي افغان کډوال په کندهار کې - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په یوه ورځ کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال ورستانه شوي دي.

دغه وزارت د جون پر ۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې ۳۲۴ افغانان له پاکستان او ۱۷۷۳ له ایرانه ایستل شوي دي. وزارت زیاته کړې چې په ایستل شویو افغانانو کې ګڼې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له تېر کال راهیسې، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او هره ورځ په اوسط ډول سلګونه کسان له دغه هېواده ایستل کېږي. د پاکستان او ایران چارواکي وايي چې هېڅ بې اسناده بهرني وګړي په خپله خاوره نه پريږدي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای او اېم) ويلي چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل پورې له ایران او پاکستان څخه تر یونیم میلیون زیات افغان کډوال ایستل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG