د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسراییل جنګي کابینې غړي استعفا ورکړې


بېني ګېنټز، د اسراییلي پوځ پخوانی مشهور مشر دی ـ پخوانی انځور.
بېني ګېنټز، د اسراییلي پوځ پخوانی مشهور مشر دی ـ پخوانی انځور.

د اسراييلو د درې کسیزې جنګي کابینې یوه منځلاري غړي، بېني ګېنټز د جون پر نهمه استعفا ورکړې ده.

ګېنټزچې د پوځ یو پخوانی مشهور مشر دی، د ۲۰۲۳ د اکتوبر پر اوومه پر اسراييلو د حماس تر حملې لږې ورځې وروسته د نتنياهو حکومت کې ورګډ شو. امريکا او اروپايي ټولنې حماس یوه ترهګره ډله ګرځولې ده.

ګېنټز د جګړې وروسته د غزې لپاره د پلان د نشتوالي له امله استعفا ورکړه. په اسراييل کې جنګي کابینه، چې عموماً له لوړ پوړو وزیرانو څخه جوړه وي، په بیړنیو حالاتو کې مهمې پرېکړې کوي او د امنیتي چارو همغږي کوي.

د ایسوشیېټېد پرېس اژانس په وینا، د ګېنټز استعفا وزیر اعظم بېنامين نتنياهو ته په سمدستي توګه کوم خطر نه پېښوي، ځکه هغه لا هم په پارلېمان کې د اکثریت ګوندونو له ملاتړه برخمن دی. خو تر دې وروسته نتنياهو اړ دی چې زیاته تکيه پر خپلو ښي اړخو متحدانو وکړي.

په حکومت کې د ګېنټز شتون د نړيوالو متحدانو په مینځ کې د اسراييلو باور لوړ کړی وو ځکه چې نوموړی له امريکايي چارواکو سره ښې کاري اړيکې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG