د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: هند پاکستان ته په ۶ منډو ماتې ورکړه


هندي لوبغاړي د محمد رضوان په سوزېدو خوشالي کوي ـ د جون نهمې انځور.
هندي لوبغاړي د محمد رضوان په سوزېدو خوشالي کوي ـ د جون نهمې انځور.

د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام په لوبو کې د هند لوبډلې پاکستان ته په شپږو منډو ماتې ورکړه.

د امریکا نیویارک په لوبغالي کې د جون پر نهمه هند لومړی توپوهنه وکړه خو د ټاکلو ۲۰ اوورونو تر پای یې لوبه و نه رسولاې شوه. د هند ټول لوبغاړي په ۱۹م اوور کې پر ۱۱۹ منډو وسوزېدل.

د هند په بېټرانو کې ریشاب پنت پر ۳۱ بالونو تر ټولو زیاتې ۴۲ منډې جوړې کړې. کپتان روهیت شرما پر ۱۲ بالونو ۱۳ او اسر پټیل ۲۰ منډې وکړې.

د پاکستان په بالرانو کې نسیم شاه او حارث روف درې ـ درې لوبغاړي وسوزول. محمد عامر دوه او شاهین شاه اپریدي یو لوبغاړی وسوزاوه.

په ځواب کې پاکستان ټاکلی هدف پوره نه کړای شو او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د اووه لوبغاړو په سوزېدو یوازې ۱۱۳ منډې وکړې.

د پاکستان په بیټرانو کې محمد رضوان تر ټولو زیاتې ۳۱ منډې وکړې.

کپتان بابر اعظم، عثمان خان او فخر زمان هر یو ۱۳ ـ ۱۳ منډې جوړې کړې. عماد وسیم ۱۵ او نسیم شاه ۱۰ منډې جوړې کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG