د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي له مکې ۳ لاکه غیر ثبت شوي زیارت کوونکي ایستلي


د جون پر ۱۴مه د حج مراسم پیلیږي ـ پخوانی انځور.
د جون پر ۱۴مه د حج مراسم پیلیږي ـ پخوانی انځور.

سعودي عرب وايي چې یې تر درې لاکه زیات غیر ثبت شوي زیارت کوونکي یې د مکې له ښاره ایستلي دي.

د سعودي عرب رسمي خبري اژانس، سعودي پریس د جون پر اتمه ویلي چې د امنیتي ځواکونو لخوا ایستل شويو کې څه باندې یونیم لاک هغه بهرنیان شامل دي چې د حج لپاره په ځانګړې ویزه نه بلکې د سېلانیانو په ویزه سعودي عرب ته ورغلي ول.

بیان زیاتوي چې د دوی تر څنګ یې څه باندې یو لاک او ۷۱ زره هغه سعودي مېشتي کسان هم له مکې ښاره ایستلي چې په بنیادي توګه په مکه کې نه اوسېږي او د حج اجازت نامه نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۱۴مه د حج مراسم پیلیږي.

د سعودي چارواکو لپاره د حج پر مهال د ګڼې ګوڼې سمبالول یوه لویه مسله وي. تېر کال هم ۱۸ لاکه کسان د حج کولو لپاره سعودي عرب ته ورغلي وو. د سعودي د حج او عمرې وزارت ترمخه سږکال تمه کېږي چې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه زیارت کونکي د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره مکې ته سفر وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG