د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان لوی اختر د جون پر ۱۷مه اعلان کړ


 د سعودي عرب حکومت وايي چې هلته به لوی اختر د جون پر ۱۶مه لمانځل کېږي.
د سعودي عرب حکومت وايي چې هلته به لوی اختر د جون پر ۱۶مه لمانځل کېږي.

د پاکستان رويت هلال کمېټۍ اعلان کړی چې لوی اختر به د جون پر ۱۷مه نېټه لمانځل کېږي.

د رويت هلال کمېټۍ غړو د جون پر اوومه په کراچۍ کې د موسمياتو ادارې په مرکزي دفتر کې د ذوالحج مياشتې لېدو لپاره غونډه وکړه.

وروسته د کمېټې مشر محمد عبدالخبير ازاد خبرې غونډې ته وويل چې د خيبرپښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلابېلو سيمود مياشتې ليدو د شهادتونو ترلاسه کولو وروسته يې دغه اعلان وکړ.

بلخوا په افغانستان کې د طالبانو سترې محکمې هم اعلان کړی چې هلته به هم د جون په ۱۷ مه د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

دې محکمې تېره شپه په یوه اعلامیه کې ویلي، په مرکز او ولایتونو کې د دوی د هلال کمېټیو میاشت لیدلې ده.

سږکال هم خلک اختر په داسې حال کې لمانځي چې د افغانستان نیمايي برخه د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له کبله زیانمنه شوې او خلک له اقتصادي ستونزو کړېږي.

د یادونې وړ ده چې د سعودي عرب حکومت د جون پر شپږمه اعلان وکړ چې د ذوالحج میاشت یې لیدلې او لوی اختر به د جون پر ۱۶مه لمانځل کېږي.

د عربي رسنیو ترمخه د حج لوی رکن وقوف عرفه به د جون پر ۱۵مه وي او لوی اختر به د جون پر ۱۶مه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG