د لاسرسي ځای

تازه خبر

لسبېله کې ټرافيکي پېښې ۳ تنه وژلي، ۱۲ ژوبل کړي


پاکستان کې ټرافيکي پېښې زياتره وخت د درېورانو د بې احتياطۍ، د سړکونو خرابوالي او د ګاډو د مرمت نه کولو امله رامينځ ته کېږي.
پاکستان کې ټرافيکي پېښې زياتره وخت د درېورانو د بې احتياطۍ، د سړکونو خرابوالي او د ګاډو د مرمت نه کولو امله رامينځ ته کېږي.

د بلوچستان په لسبېله کې په يوه ټرافيکي پېښه کې درې تنه مړه او ۱۲ ژوبل شوي دي.

د لسبيلې ضلعې د پوليسو مشر نوید عالم په خبره، دا پېښه د جون پر شپږمه اوتل ښار ته څېرمه هغه وخت رامينځ ته شوه کله چې د سپرليو یو ګاډي له موټر سايکل سره ټکر وکړ. په ګاډي کې ۲۸ کسان سپاره ول. ځايي چارواکو د پېښي پلټنې پيل کړې دي.

په پاکستان کې ټرافیکي پېښې زياتره وخت د قوانینو نه عملي کېدو، د سړکونو د خرابوالي، د ډرېورانو د بې احتیاطۍ او داراز پر ټاکلي وخت د ګاډو د مرمت او معاینې نه کولو له وجې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د مې پر ۲۹مه د بلوچستان له تربت ضلعې څخه کوټې ته روان مساپر وړونکی بس په واشک سيمه کې ژورې کندې ته پرېوتې وو چې پکې لږترلږه ۲۴ کسان وژل شوي ول.

د مې پر ۲۷مه بيا د خيبر پښتونخوا په غرنۍ ضلعې شانګله کې يو ګاډی کندې ته لوېدلی وو چې له وجې یې د يوې کورنۍ اته تنه وژل شوي ول.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG