د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یو ۲۵ کلن افغان له خوا په چاقو وهل شوی جرمنی پولیس مړ شوی دی


دا لا نه ده معلومه چې په افغانستان کې د زېږېدلي ۲۵کلن ځوان لخوا د شوې دې حملې هدف څه وو.
دا لا نه ده معلومه چې په افغانستان کې د زېږېدلي ۲۵کلن ځوان لخوا د شوې دې حملې هدف څه وو.

د جرمني هغه ۲۹ کلن پوليس افسر د جون پر دویمه تر هغې وروسته مړ شوی چې د مې پر ۳۱مه د اسلام ضد مظاهرې پر مهال په پرله پسې توګه په چاقو وهل شوی وو.

چاقو په لاس يو کس د جرمني د جنوب لوېديځ ښار مېنهېم په مارکېټ څلورلاره کې په بريد کې ځينې کسان ټپیان کړي ول.

په دې حمله کې د سختدريځه اسلام ضد د پېکس يوروپا په نوم کيمپنېزې ډلې لخوا جوړه شوې مظاهره کې برخه اخیستونکي پینځه کسان ژوبل شوي ول.

دا لا نه ده معلومه چې په افغانستان کې د زېږېدلي ۲۵کلن ځوان لخوا د شوې دې حملې هدف څه وو. پولیس وايي چې د نيولو پر مهال په ډزو کې د زخمي شوي دې کس جراحي يا سرجري شوې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG