د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوکۍ کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د ځایي مشر وژنې ضد کاربندیز شوی دی


د مې پر ۲۳مه هم په دوکۍ او سنځاوۍ کې سوداګرو د ناامنۍ ضد کاربندیز کړی وو.
د مې پر ۲۳مه هم په دوکۍ او سنځاوۍ کې سوداګرو د ناامنۍ ضد کاربندیز کړی وو.

د بلوچستان په دوکۍ کې جمعیت علمای اسلام (ف) د خپل ضلعي مشر مولانا عبدالجبار د وژنې ضد کاربندیز کړی دی.

د جون پر دویمه د کاربندیز پر مهال ټول دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي او پر سړکونو د موټرو تګ راتګ کم دی.

چارواکي وايي چې مولانا عبدالجبار د جمعې پر ورځ په دوکۍ کې د مشکوکو غلو په ډزو زخمي شوی وو او د جون پر لومړۍ یې د کوټې په یوه روغتون کې سا ورکړه.

د ګوند غړو او پلویانو د جون پر لومړۍ په دوکۍ کې احتجاج هم کړی وو. د جمعیت یو سیمه ییز مشر امیر مولانا قاسم لوڼي غوښتنه وکړه چې ضلعي چارواکي د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلي او حکومت دې یې پر ضد ګامونه پورته کړي.

د دوکۍ انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) کلیم الله مشال راډیو ته وویل چې د پېښې په تور یې شپږ مشکوک کسان نیولي دي او پلټنې ترې کوي.

هغه وویل، د امنیت ټینګښت لپاره یې د ضلعي چارواکو غونډه د جون په درېیمه غوښتې ده. په غونډه کې به د ضلع امنیت وضعیت وڅېړل شي.

دوکۍ د بلوچستان په شمال ختیځ کې پښتون مېشتې ضلع ده چې له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۲۲۳ کېلومیټره لیرې ده.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG