د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو شمېر افغان مېرمنو د دوحې په غونډه کې د طالبانو د ګډون مخالفت کړی


افغانې مېرمنې وايي، طالبان په افغانستان کې په منظم ډول د ښځو او نجونو له حقونو  سرغړونو ته دوام ورکوي،
افغانې مېرمنې وايي، طالبان په افغانستان کې په منظم ډول د ښځو او نجونو له حقونو  سرغړونو ته دوام ورکوي،

د افغان معترضو میرمنو یوشمیر ډلو د ملګرو ملتو په کوربتوب د دوحې په راروانه غونډه کې د طالبانو د استازیو د ګډون مخالفت کړی دی.

ارغواني شنبې غورځنګ، د ښځو د هیلې د کړکۍ په نوم غورځنګ او یوشمیر نورو ښځینه فعالانو د دوحې په دریمه غونډه کې د طالبانو د ګډون مخالفت کړی دی.

دې ډلو د مې پر ۳۱مه په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې طالبان په افغانستان کې په منظم ډول د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونو ته دوام ورکوي، نو د دوی مخه باید په نړیوالو غونډو کې ونیول شي.


ملګرو ملتونو ویلي دي چې د جون میاشتې پر ۳۰مه به د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په مشرۍ د افغانستان لپاره د قطر په پلازمینه دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړه شي.

ملګرو ملتونو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده. طالبانو ویلي دي چې ښایي د دې غونډې په اصلي بحثونو کې برخه واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG