د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او انګلينډ څلورمه ۲۰ اووره کرکټ سیالي کوي


د پاکستان او انګلینډ ترمنځ د دويمې سیالۍ يو انځور
د پاکستان او انګلینډ ترمنځ د دويمې سیالۍ يو انځور

د پاکستان او انګلینډ د کرکټ ملي لوبډلې نن په څلورمه او وروستئ ۲۰ اووره سیالۍ کې یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د لندن په اوول لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخستن پر ۱۰ نیمو او د کابل پر ۱۰ بجو پیل شي. کوربه لوبډلې وار له مخه د لوبلړۍ یوه سیالي ګټلې، خو لومړۍ او درېیمه ۲۰ اووره لوبه د باران له وجې لغوه شوه.

بلخوا پرون د افغانستان او عمان د کرکټ لوبډلو ترمینځ هم د ۲۰ اووره نړیوال جام د چمتووالي لپاره سیالي د باران له وجې بې نتیجې پاتې شوه. په ټرېنېډاډ او ټوبېګو کې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې (بالېنګ) پرېکړه وکړه. د عمان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د درو لوبغاړو په زیان ۱۵۴ منډې وکړې. تر هغې وروسته باران پیل شو او افغان لوبډلې توپوهنه و نه کړای شوه.

د ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د جون له دویمې پیلېږي چې تر ۲۹مې پورې به دوام ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG