د روسیې ولسمشر ويلاديمير پوتين د مې پر ۲۶مه ازبکستان ته رسېدلی او ازبک ولسمشر شوکت مرزاييوف د تاشکند پر هوايي ډګر هغه ته هرکلی ویلی دی.
ولسمشر پوتين دا سفر په داسې حال کې کوي چې د رپورټونو له مخې، د لویدیځ هېوادونه غواړي چې د مرکزي اسيا هېوادونه د روسیې له اغېزې ليرې کړي.
د ازبکستان د ولسمشر دفتر ويلي چې دواړو مشرانو د هراړخیزې ستراتيژيکې ملګرتيا او ايتلاف قوي کولو تر څنګ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاريوو پر زیاتولو هم خبرې وکړې.
د ۲۰۲۲ کال د فرورۍ په مياشت کې د روسیې لخوا د اوکراين تر بشپړ یرغل وروسته، پوتين بهر ته کم سفرونه کوي.