د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان اوانګلستان نن د کرکټ شل اوریزه لوبه کوي


د پاکستان کپتان بابر اعظم د انګلستان له کپتان جوز بټلر سره د روغبړ پرمهال. (انونځور: ارشف)
د پاکستان کپتان بابر اعظم د انګلستان له کپتان جوز بټلر سره د روغبړ پرمهال. (انونځور: ارشف)

د پاکستان د کرکټ لوبډله د مې پر ۲۵مه د انګلستان په وړاندې دویمه شل اوریزه لوبه کوي.

ټاکل شوې ده چې دا به د انګلستان په برمنګهم کې د پېښور له وخت سره سم د مازیګر پر شپږ نیمې بجې پیل شي.

د دې لوبډلو ترمنځ د څلور شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ هغه د مې پر ۲۲ مه وه خو د زیات باران له کبله نه وه ترسره شوې.

دوی به درېمه لوبه د مې پر ۲۷ او څلورمه هغه د مې پر ۳۰مه کوي. دا په داسې حال کې ده چې ټولې لوبډلې د کرکټ د شل اورونو نړیوال کپ ته تیاري کوي.

د کرکټ د ۲۰ اوریزو لوبو نړیوال کپ د جون له دویمې په امریکا او ویسټ انډیز کې پیلېږي او د پای لوبه یې د جون پر ۲۹مه ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG