د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل: سنرایزز حیدراباد او کلکته نایټ رایډرز لوبډلې پایلوبې ته ووتې


د سنرایزرز حیداباد لوبغاړي د راجستان رایلز د توپوهونکي په اوټ کېدو خوشالي نمانځي ـ د مې ۲۴مې انځور.
د سنرایزرز حیداباد لوبغاړي د راجستان رایلز د توپوهونکي په اوټ کېدو خوشالي نمانځي ـ د مې ۲۴مې انځور.

د هند غوره لیګ (انډیین پرېمییر لیګ یا ای پي اېل) په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو پایلوبې ته د کلکته نایټ رایډرز او سنرایزرز حیدراباد لوبډلې وتلي دي.

ټاکل شوې ده چې د دواړو لوبډلو ترمینځ پایلوبه د مې پر ۲۶مه په چینای ښار کې وشي.

کلکته نایټ رایډیرز د یادو سیالیو د "پلی اف" په پړاو کې سنرایزرز حیدراباد ته ماتې ورکړې وه او پایلوبې ته یې نیغ په نیغه لار موندلې وه.

د حیدراباد سنرایزرز لوبډلې بیا د می پر۲۴مه په دویم "کوالیفار" کې د راجستان رایلز لوبډلې ته د ۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېده.

د جمعې ورځې په سیالۍ کې سنرایزرز حیدراباد لومړی توپوهنه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د نهه لوبغاړو په سوزېدو مخالفې لوبډلې ته د۱۷۶منډو هدف ورکړ.

تر ټولو زیاتې منډې اېچ کلاسن وکړې، هغه په ۳۴ بالونو ۵۰ منډې جوړې کړې.

د راجستان رایلز په بالرانو کې ټرینټ بولټ او اویش خان درې درې لوبغاړي وسوزول.

په ځواب کې د راجستان رایلز جی سوند پر ۲۱ بالونو ۴۲ او دهریو جوریل په ۳۵ بالونو ۵۶ رنزونه وکړل خو نورو بېټرانو یې ښه لوبه و نه کړه او په ۲۰ اورونو کې د اووه لوبغاړو په سوزېدو یوازې ۱۳۹رنزونه وکړل.

د سنرایزر حیدراباد بالرانو ښه لوبه وکړه او شهباز احمد په څلورو اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوزول. هغه د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.

پایلوبې ته په وتلو دواړو لوبډلو کې درې افغان لوبغاړي هم شته. کلکته نایټ رایډرز سره رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر دي. د سنرایزرز حیدراباد سره فضل حق فاروقي دی، خو په پایلوبه کې یوازې د ګربز د لوبېدو چانس دی.

د کلکته نایټ رایډرز او سنرایززر حیدراباد ترمینځ په وروستیو پینځه سیالیو کې کلکتې نایټ رایډرز څلور او سنرایزرز حیدراباد یوازې یوه لوبه ګټلې ده.

تر دې وړاندې کلکته نایټ رایډرز دوه ځل او سنرایزرزحیداباد یو ځل د ای پي ایل سیالیو اتلولي ګټلې ده. چېنای سوپر کېنګز لوبډله په ۲۰۲۳ز کال د ای پي اېل اتله شوې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG