د لاسرسي ځای

تازه خبر

قطر د دوحې په درېيمه غونډه کې طالب مشرانو ته د ګډون بلنه ورکړې


په دوحه کې په يوې مخکینۍ غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کېږي - انځور له ارشیفه
په دوحه کې په يوې مخکینۍ غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې کېږي - انځور له ارشیفه

په بهرنیو چارو کې د قطر حکومت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي له طالبانو غوښتي چې د افغانستان په اړه د دوحې په درېيمه غونډه کې ګډون وکړي.

الخلیفي د مې پر ۲۳مه په کابل کې د طالبانو د ریس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې هغه ته بلنه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند ټینګارکړی چې د افغانستان په اړه په نړیوالو غونډو کې باید طالب پلاوی ګډون وکړي ترڅو دا غونډې مثبتې نتیجې ولري.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۲۳مه، پر خپله ووبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې الخلیفي د زیارت (پنجشنبې) پر ورځ په کابل کې د طالبانو د سرپرست حکومت له بېلابېلو چارواکو سره لیدنې کتنې کړې دي.

په بیان کې په دوحه کې د راروانې غونډې موضوع نه ده یاده شوې خو ویل شوي چې په دې لیدنو کتنو کې د افغانستان د روان وضعیت، په ځانګړې توګه د سیاسي، بشري، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې وشوې.

تر دې وړاندې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې روزمیرې ډیکارلو هم روانه اونۍ کابل ته په سفر کې د طالبانو حکومت ته په دې غونډه کې د رسمي بلنې ترڅنګ د دوی چارواکي وهڅول چې استازي یې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي ټام ویسټ چې د دوحې د مخکینۍ غونډې له مهمو ګډونوالو څخه وو، هم په دې وروستیو کې په قطرکې له یو شمېر چارواکو سره د افغانستان اړوند مسایلو او له هغې ډلې د دوحې د غونډې لپاره پر تیاریو خبرې کړې دي.

ښاغلي ویسټ پرون په يو بيان کې ويلي چې د مې پر ۲۲مه يې په دوحه کې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر ښاغلي ډاکټر الخلیفي او سفیر فیصل بن عبدالله الحنزاب سره وکتل او په افغانستان کې یې د ستونزو په اړه خبرې وکړې.

هغه همدارنګه د حل لارو او ګډو زمینو د موندلو لپاره د غونډو په تنظیمولو کې د قطر د رول ستاینه کړې ده.

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې وکړي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د غونډې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري او د یوې حل لارې د موندلو لپاره، چې پکې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي، دوه ځله په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي.

لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ز کال په مې کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې جوړه شوه چې طالبانو ګډون نه وو پکې کړی.

XS
SM
MD
LG