د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په اړه د دوحې درېيمه غونډه د جون له ۳۰مې پیلېږي


په دوحه کې په يوه مخکینۍ غونډه کې د افغان په اړه خبرې - انځور له ارشیفه
په دوحه کې په يوه مخکینۍ غونډه کې د افغان په اړه خبرې - انځور له ارشیفه

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان لپاره به د دوحې درېيمه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې کوي.

د مې پر ۲۱مه ماښام د ملګرو ملتونو په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې په دوحه کې د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېيمې غونډې هدف له افغانستان سره په لا همغږۍ او رغنده توګه د نړیوال تعامل زیاتوالی دی.

د ملګرو ملتونو د مشر مرستیالې روزمېري ډیکارلو کابل ته په خپل وروستي سفر کې د طالبانو حکومت د رییس الوزرا له سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي په ګډون د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په جلا، جلا ډول د دوحې د درېیمې غوندې په اړه خبرې وکړې.

نوموړې د خپل سفر په پای کې اعلان وکړ چې له طالبانو یې رسماً په دوحې ناسته کې د ګډون غوښتنه کړې ده. بلخوا د طالبانو حکومت هم پرون ویلي چې هغوی ته د دوحې په درېیمه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري او د یوې حل لارې د موندلو لپاره، چې پکې د یوه ځانګړي استازي ټاکل هم د بحثونو یوه برخه جوړوي، دوه ځله په دوحه کې د افغانستان په اړه ناستې ترسره کړې دي. لومړۍ ناسته د ۲۰۲۳ کال په مې کې جوړه شوې وه او دویمه هغه يې د روان ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ کې جوړه شوه چې طالبان پکې نه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG