د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ګرمۍ څپې ګڼ خلک اغېزمن کړي دي


د ګرمۍ له وجې په کراچۍ کې دوه کسان تر یو پل لاندې پراته دي ـ پخوانی انځور.
د ګرمۍ له وجې په کراچۍ کې دوه کسان تر یو پل لاندې پراته دي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت ویلي چې په هغه هېواد کې د ګرمۍ روانه څپه به د مې تر ۳۰مې دوام ولري.

د مې پر ۲۳مه، په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د ماحولیاتي بدلون لپاره د وزیراعظم سلاکارې رومینا خورشید عالم وویل چې د ګرمۍ د روانې څپې له امله د پاکستان په ۲۶ ضلعو کې ګڼ خلک اغېزمن شوي دي.

هغې وویل چې سږ کال به په جون میاشت کې د زیاتې ګرمۍ دوه نورې څپې هم راځي، او نوموړې د قدرتي افتونو د نظم ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) تر څنګ یې پر ځینو نورو ادارو غږ وکړ چې په دې اړه ضروري اقدامات وکړي.

مېرمن عالم زياته چې د ګرمۍ د روانې څپې له امله په سیند، پنجاب او بلوچستان صوبو کې زیات خلک متاثره شوي دي او د ځینو سیمو د تودوخې درجه نېږدې ۵۰ درجې سېنټي ګرېډ ته رسېدلې ده.

په پاکستان کې مخکې هم د ګرمۍ سختې څپې راغلې دي. په ۲۰۱۵ز کې، په کراچۍ ښار کې د ګرمۍ د یوې سختې څپې له امله زرګونه خلک متاثره شول او سلګونه خلکو ژوند له لاسه ورکړ. دغه راز، د ۲۰۱۸ز او ۲۰۲۱ز په کلونو کې هم د ګرمۍ څپې په بېلا بېلو سیمو کې د خلکو ژوند متاثره کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG