د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانيې وزيراعظم له وخته مخکې، د جولای پر څلورمه انتخابات اعلان کړل


د برتانيې وزيراعظم رشي سوناک په لندن کې وينا کوي ــ انځور له ارشيفه
د برتانيې وزيراعظم رشي سوناک په لندن کې وينا کوي ــ انځور له ارشيفه

د برتانیې وزیراعظم رشي سوناک په هغه هېواد کې له ټاکلي وخت وړاندې، د جولای پر څلورمه د انتخاباتو کولو اعلان کړی دی.

سوناک د مې پر ۲۲مه د انتخاباتو د اعلان پر وخت له رایو ورکوونکو وغوښتل چې د هغه محافظه کاره ګوند ته یوه بله موقع ورکړي. سوناک زياته کړه، اوس وخت راغلی چې برتانیا د خپل راتلونکي پرېکړه وکړي.

تر دې وړاندې داسې انګېرل کېده چې انتخابات به د روان ۲۰۲۴ز کال په مني کې وشي.

داسې امکان دی چې لېبر یا کارګر ګوند د سوناک محافظه کاره ګوند ته ماتې ورکولی شي ځکه چې محافظه کار ګوند د واکمنۍ په تېرو ۱۴ کلونو کې په ورو ورو مقبولیت بايللی دی.

د سوناک ګوند په تېرو دوه کلونو کې له یو لړ چیلنجونو لکه اقتصادي ستونزو، اخلاقي ناندريو او نورو هغو سره مخامخ شوی دی.

بلخوا لېبر ګوند هم ويلي چې اوس د "بدلون" وخت رارسېدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG