د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې، هسپانیې او ایرلینډ، فلسطين د یو ریاست په توګه په رسميت وپېژانده


د ايرلينډ په ډبلین کې د فلسطینیانو سره د خواخوږۍ مظاهره - انځور له ارشیفه
د ايرلينډ په ډبلین کې د فلسطینیانو سره د خواخوږۍ مظاهره - انځور له ارشیفه

ناروې، ايرلينډ او هسپانيه اعلان وکړ چې تر دې وروسته فلسطين د يو دولت یا رياست په توګه پېژني. دا تاريخي اقدام اسرايل غندلی او فلسطنيانو پرې خوشالۍ لمانځلي دي.

د دغو هېوادونو چارواکو د مې پر ۲۲مه په جلا جلا اعلانونو کې وويل چې دا کار د امن لپاره ضروري وو. اسرايیل د احتجاج په ډول له ناروې او ايرلېنډ د خپلو سفيرانو د وربللو امر کړی دی.

د فلسطيني ریاست په رسميت پېژندنې د اعلان په وخت، د ناروې وزيراعظم یوناس ګهر وويل چې که د فلسطيني رياست په رسميت پېژنه ونشي نو په منځني ختيز کې کله هم امنيت نشي پرځای کېدلی. هغه زیاته کړه چې هېواد به یې په رسمي ډول د مې میاشتې له ۲۸مې وروسته فلسطین د یوه دولت په توګه پېژني.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهیسې جګړه روانه ده. پر هغه ورځ د امريکا او اروپايي ټولنې لخوا ترهه ګرې ګرځول شوې ډلې حماس پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱۲۰۰ اسراييلي وګړي يې ووژل او۲۵۰ کسان یې یرغمل کړل. تر اوسه یوشمېر یرغمل شوي د یو جوړ جاړي له لارې خوشې شوي دي.

اسراییلو د حماس د برید په غبرګون کې سختې پوځي کاروايۍ ته دوام ورکړی دی. دوی په جګړه کې تر ۳۴،۰۰۰ زیات فلسطینیان وژلي دي چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG