د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې سېلابونو ۵۴۰ کسان وژلي دي


د افغانستان په فاریاب ولايت کې يوه سیلاب ځپلې کورنۍ - انځور له ارشیفه
د افغانستان په فاریاب ولايت کې يوه سیلاب ځپلې کورنۍ - انځور له ارشیفه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيواله اداره (ډبليو اېف پي) وايي، په اپرېل او مې مياشتو کې شويو بارانونو او سېلابونو په افغانستان کې ۵۴۰ کسان وژلي دي.

د خوړو نړیوالې ادارې پر خپلې ووبپاڼې خپاره کړي راپور کې ويلي چې سېلابونو نيږدې ۳،۰۰۰ کورونو هم ويجاړ کړي دي. په راپور کې د زرګونو جریبو کرنيزې ځمکې د خرابېدو ذکر هم شوی دی.

دې سېلابونو ډير زیان په بغلان، بادغیس، تخار او فاریاب کې اړولی دی.

په کابل کې د خوړو نړیوالې ادارې مرستیال ویاند ضیاالدین ساپي د مې پر ۲۰ له ازادي راډیو سره په خبرو کې همداراز په ختیځو ولایتونو کې هم د سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړ. هغه اندېښنه وښوده چې د مرستندویه هېوادونو له لوري د مرستو د کمښت له امله ښايي له شپږ مېليونو اړ خلکو څخه په اوړي کې له دوه مېليونو افغانانو سره بیړنۍ مرسته وکړای شي.

د خوړو نړیوالې ادارې زیاته کړې ده چې سږ کال ۱۰ اربه ډالرو ته اړتیا لري، چې تر اوسه یې ۱۵ فیصده پيسې ترلاسه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG