د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف د ۳ پخوانيو ججانو پر ضد د کاروايي غوښتنه کړې ده


نواز شریف (ښي لور ته) د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر دی ـ پخوانی انځور.
نواز شریف (ښي لور ته) د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مشر دی ـ پخوانی انځور.

د واکمن ګوند پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر نواز شریف د دریوو پخوانيو ججانو (قاضیانو) پر ضد د کاروايي غوښتنه کړې ده.

د مې پر ۱۸مه په لاهور کې د ګوند مرکزي کمېټۍ ته د وينا پر مهال نوازشريف په ۲۰۱۷ کال کې د هغه له وزیراعظمۍ څخه ليرې کولو ته په اشاره پوښتنه وکړه چې ایا په نړۍ کې چېرته کوم جج يو ولسمشر يا وزیراعظم له څوکۍ څخه ليرې کړی دی؟ هغه بله پوښتنه دا وکړه چې د کوم اختیار له مخې ججانو دی [نواز شریف] د ګوند له مشرۍ لیرې کړ؟

نوازشریف د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار، د پخوانی ججانو مظاهر نقوي او اعجازالحسن نومونه واخیستل. هغه دعوه وکړه چې د ثاقب نثار يوه اډیو (غږ) لري چې پکې د ده په تور، ثاقب نثار وايي چې دوی به نواز شريف له واکه څخه لیرې کوي چې پر ځای يې عمران خان وزیراعظم کړي. البته شریف په دې اړه څه ثبوت وړاندې نه کړ.

د پاکستان پخواني چيف جسټس ثاقب نثار په مشرۍ عدالت د ۲۰۱۷ کال د جولای په میاشت کې نواز شريف د شتمنيو نه څرګندولو په تور نااهل کړی وو چې په نتیجه کې يې هغه د وزیراعظم څوکۍ پرېښودله. نوموړی د ګوند له مشرۍ هم منع کړل شو.

ثاقب نثار او نورو ججانو د نواز شريف د تازه څرګندونو په اړه څه نه دې ويلي البته پخوا ثاقب نثار دغسې تورونه رد کړي وو.

XS
SM
MD
LG