د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراييلي پوځيانو په رفح کې پرمختګ کړی دی


اسراييلي پوځيان د مې پر ۱۱مه په رفح کې
اسراييلي پوځيان د مې پر ۱۱مه په رفح کې

د اسراییل ځواکونو د غزې جنوبي ښار رفح کې ډیر پرمختګ کړی او په همدې حال کې له دې اخري پناه ځای څخه خوندي ځایونو ته د فلسطینیانو وتل چټک شوي دي.

اسراییلي ځواکونو په شمال کې په هغې ویجاړې شوې سیمې هم بمباري کړې چې پکې د اسراییلي پوځ په وینا د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د ترهګرې ګرځول شوې ډلې حماس جنګیالي یو وارې بیا ورټول شوي دي.

اسراییلي پوځ څو میاشتې وړاندې ویلي وو چې دا سیمې یې له حماس ډلې څخه پاکې کړي دي. رفح د حماس اخیرنی مضبوط پټنځای ګڼل کېږي. په رفح کې له یو میلیون څخه زیاتو فلسطینیانو پناه اخیستې وه خو د اسراییل لخوا د خلکو د وتلو تر امر وروسته له رفح څخه شاوخوا درې لکه کسان وتلي دي.

اسراییل ويلي وو چې د حماس له منځه وړولو لپاره باید په رفح ښار حمله وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG