د لاسرسي ځای

تازه خبر

جام کمال: د سعودي عرب پانګوال په پاکستان کې کار کولو ته لیوال دي


د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان د مې پر شپږمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، پاکستان له سعودي عرب سره پر باور ولاړې اړیکې لري. (انځور: ارشیف)
د پاکستان د سوداګرۍ وزیر جام کمال خان د مې پر شپږمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، پاکستان له سعودي عرب سره پر باور ولاړې اړیکې لري. (انځور: ارشیف)

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر وايي، ۱۲۵ پاکستانۍ کمپنۍ د سعودي عرب له پانګوالو سره په ګډه کار کولو ته په خبرو اترو بوختې دي.

جام کمال خان د مې پر شپږمه په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل، پاکستان له سعودي عرب سره پر باور ولاړې اړیکې لري.

هغه وویل، حکومت به بهرنیو پانګوالو ته په پاکستان کې کاري فرصتونه ورکوي.

جام کمال خان تر خبري غونډې وړاندې له سعودي عرب څخه پاکستان ته له ورغلیو پانګوالو سره لیدنه وکړه.

د نوموړي په وینا، د سعودي عرب ډېری پانګوال په پاکستان کې کار کولو ته لیوال دي او د سعودي‌ عرب تر ۳۵ زیاتې کمپنۍ له پاکستان سره د ګډ کار کولو لپاره هلته په خبرو اترو لګیا دي.

جام کمال خان زیاته کړه چې ډېر ژر به د پاکستان د سوداګرو یو پلاوی سعودي عرب ته سفر وکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د سعودي عرب د پانګونې مرستيال وزیر ابراهيم المبارک په مشرۍ پلاوی د مې پر پينځمه په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG