د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ممبۍ کې د افغانستان کونسل جنرلې ذکيې وردګ استعفا ورکړې ده


ذکیې وردګ ویلي دي چې د بدنامولو هڅې یې کېږی ـ پخوانی انځور.
ذکیې وردګ ویلي دي چې د بدنامولو هڅې یې کېږی ـ پخوانی انځور.

د هند په ممبۍ کې د افغانستان کونسل جنرلې ذکيې وردګ له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

نوموړې د مې پر څلورمه پر اېکس په بیان کې ويلي دي چې د دندې پرېښودو وجه یې د هغې او کورنۍ د بدنامولو لپاره کېدونکي تبلیغات دي چې نور يې نه شول زغملی.

تر دې يوه ورځ مخکې هندۍ ورځپاڼې ټايمز اف انډيا راپور خپور کړی وو چې د اپرېل پر ۲۵مه هندیو پولیسو له ذکیې وردګ سره هغه ۲۵ کېلوګرامه سره زر نيولي وو چې نوموړې له دوبۍ څخه هند ته قاچاقول.

خو د راپور له مخې، پولیسو هغه ځکه نه وه نيولې چې نوموړې ډېپلوماټيکه استثنا لري. ذکيې وردګ د هغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG