د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د انتخاباتو لومړي پړاو کې د رايو اچولو بهیر پيل شوی دی


د اپرېل پر ۱۹مه هندي وګړي ووټ اچولو ته په کتار کې ولاړ دي.
د اپرېل پر ۱۹مه هندي وګړي ووټ اچولو ته په کتار کې ولاړ دي.

په هند کې خواوشا یو ارب (ميليارد) خلک د نړۍ تر ټولو لویو انتخاباتو په لومړي پړاو کې د اپرېل پر ۱۹مه رايې اچوي.

د هند وزیراعظم نریندرا مودي په دې انتخاباتو کې د پرمختیا او خیرښېګړی د پروژو، شخصي شهرت او د هندو ملتپالنې په زور د درېيم ځل لپاره د واک ترلاسه کولو په لټه کې دی.

د مودي د بهارتیا جنتا ګوند لوی سيال د هغه هېواد د ۲۴ ګوندونو ايتلاف دی. دا سیاسي ایتلاف د مثبت عمل د زیاتوالي، له خلکو سره د مرستو او د مودي له "دیکتاتور حکومت" څخه د جمهوری ادارو د ژغورلو ژمنه کوي.

په هند کې انتخابات په اووه پړاونو کې کېږي چې د جون پر لومړۍ نېټه به پای ته ورسېږي او د همهغې میاشتې پر څلورمه به د رایو شمېرنه کېږي.

د اپرېل پر ۱۹مه په لومړۍ او تر ټولو لویه مرحله کې د هند په جنوب کې د تامل ناډو، له چین سره د همالیې پر پوله ارونا چل پردېش او په شمال کې د اترپردېش په ګډون د ۲۱ ولایتونو په ۱۰۲ انتخاباتي حلقو کې ۱۶۶ مېلیونه وګړي رايې ورکوي.

که چېرې دا انتخابات نریندرا مودي وګټي، نو هغه به تر جواهر لال نهرو وروسته دویم وزیراعظم وي چې په پرله پسې توګه درې ځله ټاکل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG