د لاسرسي ځای

تازه خبر

بورېل وايي له اروپایي ټولنې غواړي چې پر ایران بندیزونه پراخ کړي


د اسراییلي پوځ ویاند دانییل هګاري پر اسراییلو د ایران په حمله کې له کارول شوي توغندي سره ولاړ دی - د اپرېل ۱۶مې انځور.
د اسراییلي پوځ ویاند دانییل هګاري پر اسراییلو د ایران په حمله کې له کارول شوي توغندي سره ولاړ دی - د اپرېل ۱۶مې انځور.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشر ويلي دي چې د ټولنې له ډپلوماټیک ماموريته غواړي چې پر اسراييلو د ایران د حملې په ځواب کې پر هغه هېواد د بنديزونو پراخولو چارې پيل کړي.

دا خبره جوزېپ بورېل د اپرېل پر ۱۶مه په اروپايي ټولنه کې د شاملو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر بیړنۍ ويډيویي غونډې وروسته کړې ده.

کنفرانس په داسې حال کې پر اسراييلو د ايران د حملې د اثراتو د جاج اخيستو لپاره داير شوی وو چې ټاکل شوې وه چې د اسراييلو جنګي کابينه هم د تهران د تېرې اوونۍ بريد ته د ځواب ويلو په اړه پرېکړه وکړي.

بورېل وويل، اروپايي ټولنه بايد پر اسراييلو د ايران له خاورې شوي تر ټولو لومړني بريد ته، چې "وار له مخه خراب وضعیت نور هم پېچلی کوي،" خپل ځواب همغږی کړي.

بورېل زياته کړه، په ويډيویي کنفرانس کې شاملو وزيرانو سخت دریځ درلود او له ښکېلو خواوو يې وغوښتل چې د حالاتو له لا نور خرابولو څخه ډډه وکړي.

د اسراييلي پوځ مشر هېرڅي هلېوي د اپرېل پر ۱۵مه پرته له تفصيل ورکولو ويلي ول چې د ايران له لوري برید ته به ځواب ووايي.

ایران د اپرېل پر ۱۳مه ناوخته پر اسراييلو د بې پيلوټه الوتکو او توغنديو پراخ او بې ساري بريدونه کړي ول.

هغه توغندي د اپرېل پر ۱۴مه سهار دوه بجې د اسراييل هوايي حريم ته داخل شول خو د هغه هېواد هوايي دفاعي نظام يې مخه ونيوله.

په حمله کې څوک وژل شوي نه ول او تاوان يې لږ وو، خو له دې امله يې وېره سېوا کړې ده چې تاوتريخوالی به په غزې تړانګه کې له روانې جګړې مخته ولاړ شي او ښايي ټول منځنی ختيځ ونيسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG