د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان سفر کوي

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله ـ پخوانی انځور.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان بن عبدالله ـ پخوانی انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپريل پر ۱۴مه په یوه بیان کې ویلي چې د شهزاده فیصل په مشرۍ د سعودي عرب یو لوړ پوړی پلاوی به د اپرېل په ۱۵ او ۱۶ د دواړو هېوادونو ترمینځ د اقتصادي همکاریو د زیاتولو د هڅو د یوې برخې په توګه پاکستان ته سفر وکړي.

په بیان کې راغلي دي چې د دې سفر مقصد د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا او د دوه اړخیزو ګټورو اقتصادي همکاریو لپاره مثبته هڅونه یاد کړی دی.

د پاکستاني چارواکو په خبره چې سعودي عرب ژمنه کړې چې په راتلونکو پینځو کلونو کې به په پاکستان کې په بېلابېلو برخو کې ۲۵ اربه ډالره پانګونه وکړي.

  • انځور سایز

    طاهر خان

    طاهر خان په اسلام اباد کې د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG