د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک انصاف د عمران خان او د هغه مېرمن د امنیت په اړه اندېښنې ښوولي دي


عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د یوې قضیې اورېدنې لپاره عدالت ته ځي ـ پخوانی انځور.
عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي بي د یوې قضیې اورېدنې لپاره عدالت ته ځي ـ پخوانی انځور.

تحريک انصاف په بند کې د خپل مشر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د امنيت په اړه اندېښنې ښوولې دي.

د ګوند مخکښ مشر ګوهر علي خان د اپرېل پر دويمه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې ادعا وکړه چې بشرا بي بي ته په خوړو کې د زهرجنو موادو ورکولو کوښښ شوی دی.

هغه نه دي ويلي چې د زهرو ورکولو هڅه چا کړې خو زیاته یې کړه چې عمران خان او بي بي دې ژرترژره خوشې شي.

حکومتي چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د تحريک انصاف رهبر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د دولتي رازونو افشا کولو او د بهرنیو هېوادونو د مشرانو ډالیو خرڅولو په ګډون په یوشمېر قضيو کې د راولپېنډۍ د اډیالې په زندان کې بندي دی.

عدالتونو د هغه ښځې بشرا بي بي هم د توشه خانې د ډالیو خرڅولو او تر عدت پوره کېدو مخکې له نوموړي سره د نکاح کولو په تورونو سزاګانې اورولې دي او هغه په خپل کور کې نظربنده ده.

عمران خان او د هغه ښځې پر ځان له لګېدلو تورونه انکار کړی دی. تحریک انصاف د خپل مشر پرضد ټولې قضیې سیاسي بولي.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG