د لاسرسي ځای

تازه خبر

تایوان کې یوې زورورې زلزلې ۷ تنه وژلي، تر ۷۰۰ زیات ژوبل دي


د تایوان په هوالین کې د زلزلې له وجې یوه وداني پرېوتې ده - د اپرېل درېیمې انځور.
د تایوان په هوالین کې د زلزلې له وجې یوه وداني پرېوتې ده - د اپرېل درېیمې انځور.

په تایوان کې په زوروره زلزله کې د وژل شویو شمېر لږ تر لږه اووه ته رسېدلی او څه باندې ۷۰۰ کسان ژوبل شوي دي.

د اپرېل پر درېیمه زلزلې د تایوان شاوخوا ټولې برخې زیانمنې کړي دي او له وجې یې وړه څونامي (سمندري طوفان) پیدا شوې ده.

د زلزلې له وجې د تایوان په جنوب کې ودانۍ ړنګې شوې دي او څونامۍ د جاپان جنوبي ټاپوګانو سواحل له یوې مخې وړي دي.

دا په تایوان کې په تېرو ۲۵ کلونو کې تر ټولو زوروره زلزله وه او رویټرز اژانس د چارواکو له خولې وايي چې د لومړنیو معلوماتو له مخکې په غرییزو سیمو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ګڼ ژوبل دي.

اژانس وايي، په زلزله کې ۲۶ ودانۍ ړنګې شوې دي چې تر نیمايي زیاتې یې په هوالین ښار کې دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې د تایوان په هوالین سیمه کې یوه پینځه پوړه وداني ویجاړه شوې ده او په پلازمېنه تایپي کې د زړو او ځینو نویو ودانیو خښتې او ډبرې جلا شوې دي.

د زلزلې له وجې په ټول تایوان کې د اورګاډي شبکې او د هغه ټاپو په مرکز کې ځمکلاندې اورګاډي یا مېټرو کار پرېښی دی.

د تایوان د ځمکپوهنې چارو ادارې ویلي دي چې پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۷.۲ وو خو د امریکا د ځمکپوهنې ادارې یې زور ۷.۴ ښوولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG