د ترکيې په سيمه ييزو ټاکنو کې خلکو په پراخه کچه د دې هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان مخالفه ګوند ته رايې ورکړې دي.
د مارچ پر ۳۱مه نېټه د شويو ټاکنو نيمايي رايې شمېرل شوي چې تر مخې يې د اپوزيشن مخکښ امام اوغلو د استنبول د ښاروالی په انتخاباتو کې د واکمن ګوند له کانديد څخه ۱۰ پواینټه یا درجې مخکې دی.
اوغلو دا وخت هم د استنبول ښاروال دی. دغسې د اوغلو ريپبلکن پیپلز ګوند (سي اېچ پي) د انقرې او نهو نورو لويو ښارونو چې وار له مخه ورسره وي، د ښاروالانو څوکۍ ګټلې دي.
شنونکي وايي چې د اردوغان اې کې ګوند چې له تېرو څه دپاسه دوو لسيزو راهيسې واکمن دی، د ټاکنو په اړه د شويو نظر پوښتنو څخه هم زیاته خرابه کارکردګي ښوولې ده.
دوی د دې وجه زیاتېدونکې ګراني او د اسلام پالو رايه ورکوونکيو نااطمیناني يادوي.