د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زرداري له ایراني سفیر سره په سوداګریزو اړیکو غږېدلی دی


د پاکستان ایران بیرغونه ـ انځور له ارشیفه.
د پاکستان ایران بیرغونه ـ انځور له ارشیفه.

په داسې حال کې چې امریکا د پاکستان او ایران تر مینځ د ګیسو د نللیکې سره مخالفت ښودلی، ولسمشر اصف علي زردادي د دواړو هېوادونو د شریکو ګټو لپاره له ایران سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د مارچ پر۳۰مه، د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر زرداري د جمعې په ورځ په پاکستان کې د ایران له سفیر ډاکټررضا امیري مقدم سره ولیدل او ورسره یې په دوه اړخیزه چارو خبرې وکړې.

نوموړي پر دغه مهال وویل چې پاکستان او ايران په بېلا بېلو څانګو کې ددوه اړخيزه اقتصادي همکاريو دپراختيا لپاره ډير امکانات لري.

د رویټرز خبري اژانس د یو راپور تر مخه امریکا د مارچ په ۲۶مه وویل چې د پاکستان ـ ایران د ګیسو د پایپ لاین پروژې ملاتړ نه کوي او پاکستان ته یې له تهران سره د سوداګرۍ لپاره د بندیزونو د خطر په اړه خبرداری ورکړ.

د پاکستان د ولسمشر د دفتر په وینا، صدر زرداري د دواړو هېوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره خپله ژمنه څرګنده کړه. نوموړي د ګډو ننګونو د له مینځه وړلو لپاره په شریکه د کار کولو غوښتنه هم وکړه.

د ایران سفیر د سوداګرۍ د حجم، بانکي همکارۍ او د هوايي او سوداګریزو اړیکو د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې پاکستان له منځنۍ اسیا او اروپا سره د سوداګرۍ لپاره د چابهار ـ زاهدان ریل پټلۍ څخه ګټه پورته کولی شي.

د پاکستان ـ ایران د ګازو پایپ لاین منصوبه د تهران او اسلام اباد تر مینځ یوه اوږدمهاله پروژه ده او له څو کلونو راهیسې د ځنډ او مالي پانګو د کمي له ننګونو سره مخامخ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاند د مارچ په ۲۶مه یوه خبري کنفرانس ته وویل چې ټولو ته مشوره ورکوي چې له ایران سره سوداګري په ایران د امریکا لخو د لګیدلي بندیزونو په دایره کې راځي او باید ټول په دې اړه ډېر پام وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG