د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر په دوه ورځني سفر هند ته تللی دی


د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دميتري کولېبا يوې خبري غونډې ته وينا کوي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دميتري کولېبا يوې خبري غونډې ته وينا کوي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دميتري کولېبا په دوه ورځني سفر نن نوي ډیلي ته رسېدلی دی.

نوموړي د مارچ پر ۲۸مه له هند سره دوه اړخېزو اړيکو ته د ودې ورکولو لپاره دا سفر په داسې حال کې کړی چې هند د سړې جګړې له مودې راهیسې روسيه خپل ازمایلی اتحادي ګڼي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې کولېبا به د مارچ پر ۲۹مه له خپل هندي سیال سوبرامنيیم جېشنکر او د هند د ملي امنیت له مرستیال سلاکار سره لیده کاته کوي.

کولېبا به په هند کې د دوه اړخیزې ملګرتیا او ګټو په ګډون په سیمه يیزو او نړیوالو مسلو کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

نوموړي تر هغه وروسته هند ته سفر کړی دی چې د روانې (مارچ) میاشتې په پیل کې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي او د هند وزيراعظم نریندرا مودي ټېلېفوني خبرې وکړې.

په هغو خبرو کې زېلېنسکي له مودي وغوښتل چې په اوکراين کې د سولې په راوستو کې رول ولوبوي.

تر هغو خبرو اترو وروسته، مودي پر خپله اېکس پاڼه وليکل چې هغه زېلېنسکي ته ویلي چې "هند به د سولې په راوستو او د روانې شخړې د ژر پای ته رسولو لپاره خپل ملاتړ دوامداره وساتي".

سږ کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د پراخ یرغل دوه کاله پوره شول چې پکې د دواړو خواوو زرګونه سرتېري وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG