د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي روسیې ښايي اوکرایني جنګي بندیان اعدام کړي وي

اوکرایني سرتېري د یو تمرین پر مهال - پخوانی انځور.
اوکرایني سرتېري د یو تمرین پر مهال - پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو تازه رپورټ وايي چې روسیې د روان ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ تر ۲۹ پورې په تېرو درو میاشتو کې ښايي لږترلږه ۳۲ اوکرايني جنګي بنديان اعدام کړي وي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر (او اېچ سي اېچ ار) د مارچ پر ۲۶مه ویلي چې د ډېسېمبر له لومړۍ او د فبرورۍ تر ۲۹ پورې يې د لږترلږه ۳۲ اوکراینیو جنګي بنديانو د اعدامولو ۱۲ راپورونه ترلاسه کړي ول او وتوانېدل چې د اووه اوکراینیو سرتېرو د وژنو تصديق وکړي.

سازمان زیاتوي چې د راپور چمتو کولو په موده کې يې له هغو ۶۰ جنګي بنديانو سره خبرې کړې چې د اوکراین او روسیې ترمینځ د بندیانو د تبادلې پر مهال خوشې شوي ول.

د سازمان په خبره، له هغو څخه یې نيمايي، چې ټول يې سړي ول، په ډاګه کړه چې ورباندې جنسي تېری شوی، د بجلۍ کرنټونه (برېښنايي صدمه) ورکول شوي او وهل شوي دي.

مسکو لا د ملګرو ملتونو د دې راپور په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG