د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پي اېس اېل پایلوبه د ملتان سلطانز او اسلام اباد يونايټېډ ترمینځ کېږي


د ملتان سلطانز توپ اچوونکی د اسلام اباد یونایټېډ د توپوهونکي په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۰مې انځور.
د ملتان سلطانز توپ اچوونکی د اسلام اباد یونایټېډ د توپوهونکي په سوځولو خوشالي کوي - د فبرورۍ ۲۰مې انځور.

ملتان سلطانز او اسلام اباد یونایټېډ د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په پایلوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د مارچ پر ۱۸مه د کراچۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهو او د کابل پر اته نیمو بجو پیلېږي.

دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۱۷مه اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې پېښور زلمي ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړه. د کراچې په لوبغالي کې په هغه سیالۍ کې لومړۍ توپوهنه پېښور زلمي وکړه او په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۵ منډې وکړې.

په ځواب کې د اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې درې بیټران ژر وسوځېدل او څلورم هم ورپسې د ۵۰ په مجموعي منډو وسوځېد خو عماد وسیم او اعظم خان ښه توپوهنه وکړه. د خان تر سوځېدو وروسته حیدر علي له وسیم سره ملګری شو، چټکه توپوهنه یې وکړه او تر پایه ورسره پاتې شو.

اسلام اباد یونایټېډ ټاکلی هدف په ۱۹ اوورونو کې پوره کړ.

ملتان سلطانز لوبډله د مارچ پر ۱۴مه د سږني پي اېس اېل د وروستۍ مرحلې په لومړۍ سیالۍ کې پېښور زلمي ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته وتلې وه.

XS
SM
MD
LG