د پاکستان سوپر لیګ یا پي اېس اېل په نوم د ۲۰ اووره کرکټ سیالیو په وروستي پړاو کې پېښور زلمي او اسلام اباد یونایټېډ لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.
د مارچ پر ۱۶مه د کراچۍ په لوبغالي کې سیالي د پېښور پر وخت د ماخوستن پر نهو او د کابل پر اته نیمو بجو پیلېږي.
په دې کې چې کومه لوبډله بريالۍ شوه نو د مارچ په ۱۸مه به يې له ملتان سلطانز سره پايلوبه وي.
له دې مخکې د مارچ په ۱۵مه اسلام اباد لوبډلې کوټه ګلېډېټرز ته په ۳۹ رنزونو ماتې ورکړه.
اسلام اباد یونایټېډ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۴ رنزونه جوړ کړل.
په ځواب کې کوټې په ۱۸،۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يوازی ۱۳۵منډې جوړې کړې.
د پي اېس اېل کرکټ لوبې د فبرورۍ په ۱۷مه پېل شوي دي چې په کې شپږ لوبډلو برخه اخیستې وه. له دې څلور لوبډلې اخري پړاو ته په وتو کې بريالۍ شوې.
ملتان سلطانز لوډله وار دمخه فاینل ته تللې ده او چې کومه لوبډله سیالي وګټي نو هغه به هم فاینل ته ووځي.